د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار والي شامحمود میاخیل وايي، چې په نننۍ پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی لالا خان هم شامل دی. میاخیل وايي کیدای شي ارقام له دې هم زیات زیات شي. چاودنه د سیمه ییزو پولیسو د یوه پخواني قوماندان شیخ اکرم د جنازې په مراسمو کې شوې چې تېره شپه یې د ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړې وه. طالبانو ویلي په دغه برید کې لاس نه لري او بلې ډلې هم مسؤلیت نه دی اخیستی.
































