ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې شاوخوا ۲،۵ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲ میلیون او ۴۷۵ زره کسانو ته تر دې دمه روغتیایي خدمات رسولي دي او ددې خدماتو د لا پراختیا هڅې روانې دي. سرچینه همدا راز وایي چې په دې میاشت کې یې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۸ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسین وېشلي دي. دغه اداره وایي چې د زده کړو په برخه کې یې هم هڅې ډېرې کړې دي او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۸۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده چې دمګړی ښوونځیو ته ځي او خپلې زده کړې کوي. یونسیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه یې له نړیوالو د شاوخوا ۲ میلیارد ډالر مرستې غوښتنه کړې ده او وایي دوی هڅه کوي ددې مرستو ډېره برخه د ماشومانو پر اړوندو چارو ولګوي.
































