د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې بشردوستانه خدماتو سره د مرستې او همکارۍ په برخه خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. سرچینه کاږي چې دوی په همدې موخه د افغانستان د اماناتو صندوق رامنځ ته کړی دی او په هغه کې به د افغانستان لپاره مرستې راټولېږي او تر هغه وروسته به د افغانستان د خلکو لپاره لګول کېږي. سرچینه کاږي چې په تازه مورد کې نایجیریا د افغانستان د اماناتو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده او تمه کېږي چې نور هېوادونه هم خپلې مرستې ډېرې کړي.
































