د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزیف بوریل، ویلي چې د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو لپاره ټول انتخابونه پر میز پراته دي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې د اوکراین پر فضا او شاوخوا باندې د پروازونو د بندولو د سیمې د رامنځته کولو په اړه د اوکراین د وړاندیز په هکله محتاط دي، ځکه دا ډول اقدام کیدای شي روسیې سره د ناټو د مستقیمې جګړې سبب شي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په وار وار له ناټو غوښتي چې د اوکراین پر شاوخوا د پروازونو د منع کېدو سیمه رامنځته کړي.
































