د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په کرونا ویروس اخته شوی دی. ددې غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د علي وزیر د کرونا ټسټ پایله مثبته ده خو اوس یې روعتیایي وضعیت ښه دی. داوړ ویلي، چې علي وزیر دوه ورځې وړاندې خپله وینه د کرونا ویروس معاینې لپاره ورکړې وه، او نن یې پایله مثبته وختله. داوړ زیاته کړه چې علي وزیر د اوس لپاره ځان قرنطین کړی دی. نوموړي ویلي، چې ده هم خپله معاینه کړې ده خو پایله یې منفي ده.
































