د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، هڅه یې دا وه چې قدرت په سوله ییزه توګه ولیږدول شي خو د ډیرو هڅو سره سره د تېر حکومت چارواکو دا زمینه مساعده نه کړه چې قدرت په سوله ییزه توګه انتقال شي. نوموړی چې نن په کابل کې د ملي پولیسو اکاډمۍ څخه د ملي پولیسو په فراغت غونډه کې راڅرګند شو وویل، چې ا.ا د دوحې هوکړې ته ژمن دی او افغان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد مسلکي کدرونه دې له هېواده د تېښتې هڅه نه کوي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیڅوک دې د ویرې احساس نه کوي. حقاني وویل نړیوال ادعا کوي چې اسلامي امارت ښځو ته د کار او زده کړې اجازه نه ورکوي خو د پولیسو تر څنګ په زیاتو برخو کې ښځې د خپلو وروڼو تر څنګ کار کوي.
































