په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو شمېر څه کم ۲۹۳ زره کسانو ته رسېدلی دی. د وروستیو راپورونو له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کې کرونا ویروس ۲۹۲۸۹۲ کسان مړه کړي دي. د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۳۴۱۷۲۰ ته رسېدلی دی. په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۰۸۶۳۶ ته رسېدلی دی. له دې ډلې تر دې دمه ۸۳۴۳۵ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي. هسپانیا کې ۲۶۹۵۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. کرونا په برېتانیا کې ۳۲۶۹۲ کسان، په ایټالیا کې ۳۰۹۱۱، په فرانسه کې ۲۶۹۹۱ کسان، په ترکیه کې ۳۸۹۴ کسان او په ایران کې ۶۷۳۳ کسان مړه کړي دي.
































