د روسیې ځواکونو د اوکراین په دوو سترو ښارونو کې د ملکي وګړو د وتلو په موخه اوربند اعلان کړی دی. روسي ځواکونو ویلي چې نن یې په ماریوپول او ولوواخای ښارونو کې په دې موخه د پرمختګ عملیات درولي دي چې ملکي وګړي وکړای شي ځانونه له دغو ښارونو وباسي. روسي پوځ ټینګار کړی دی چې د کیف په ګډون به د اوکراین په نورو ښارونو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې تر اوسه پورې یو میلیون اوکرایني وګړي نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او دا لړۍ په پوره شدت سره دوام لري.
































