رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې دولت په دغه هېواد کې پر فیسبوک ټولنیزه شبکه بندیز لګول دی او دا شبکه یې له تېرو څو ساعتونو راپدېخوا تړلې ده. رویټرز د روسي چارواکو له قوله ویلي چې فیسبوک شبکه باندې دوی باور نه شي کولی او له دې امله چې دا شبکه امریکایي ده نو ځکه یې پر کارولو بندیز لګولی دی. د یادونې ده چې وړاندې تر دې په روسیه کې فیسوک ته لاسرسی محدود شوی و خو اوس یې په بشپړه توګه فعالیت درول شوی دی.
































