د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې تر دې دمه کومه مثبته پایله نه ده لرلې. د بروکینګز انیستیتوت څېړونکي مایکل اوهانلن ویلي طالبانو او امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده خو دغه هوکړې تر دې دمه د جګړې پر ډګر کوم محسوس اغېز نه دی کړی. دده په وینا لا هم جګړې روانې دي، تاوتریخوالی روان دی او طالبانو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. مایکل همدا راز وایي ددې تمه نه شي کېدای چې طالبان او امریکا دې په خپلو کې په ستراتیژیکو مسایلو کې همکاري ولري او یا دې د سولې اوسنۍ هوکړه عملي شي. هغه وایي هوکړه په لومړیو او لړزانو مرحلو کې ده او وروستی تاوتریخوالی ښيي چې بې ګټې وه. مایکل دا هم وایي چې د تاوتریخوالي دوام ښایي د باور فضا زیانمنه کړي او د سولې نور مراحل له خنډ سره مخ کړي. دده په باور تاوتریخوالی په افغانستان کې کم شوی نه دی نو ځکه باید د سولې هوکړې ته هیله مندي هم کمه وي.
































