بریتانوي ورځپاڼې ګارډین په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه لیکنه خپره کړې ده. راپور کې راغلي چې افغانان د اقتصادي وضعیت له امله مجبور دي چې له خپل هېواده وتښتي. ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او بایډن لا هم د دغه هېواد ملي شتمني په خپلو بانکونو کې ساتلې ده. راپور کې وړاندې راځي چې په افغانستان کې یوازې ۵ میلیون ماشومان له قحطۍ سره مخ دي او په لکونو ځوانان د کار نشتوالي له امله سخت ناهیلي شوي دي. ګارډین کاږي چې که چېرته امریکا د افغانستان مالي شتمني ازاده نه کړي نو افغانان به تر ټولو بد بشري ناورین تجربه کړي او تاریخ به د بایډن دا جبر او ظلم هیڅکله هېر نه کړي. د ورځپاڼې په باور امریکا او متحدینو یې د افغانستان د شل کلن ماموریت پر مهال د دغه هېواد لپاره هیڅ بنسټیز کار ونه کړ او اوسمهال بشردوستانه مرستو ته د افغانانو اړتیا او د دغه هېواد د اقتصادي ناورین لامل هم په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو ناکام ماموریت دی.
































