اوکراین وایي شاوخوا ۲۰ زره بهرني جنګیالي دغه هېواد ته ورغلي څو د روسیې پر وړاندې وجنګېږي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې ویلي، دمګړی د هغو کسانو شمېر شلو زرو ته رسېدلی دی چې اوکراین ته تللي او په خپله خوښه غواړي د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړه وکړي. نوموړی وایي په اروپايي او نورو هېوادونو کې د روسیې له هغو کړنو کرکه ډېره شوې چې په وروستیو کلونو کې یې ترسره کوي، له همدې امله زرګونه کسان په خپله خوښه دې ته تیار شوي چې د روسیې خلاف وسله اوچته کړي. بلخوا فرانسې یو ځل بیا له روسیې د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده، خو پوتین ویلي چې دوی به ارو مرو خپلو موخو ته رسېږي.
































