د روسیې دفاع وزارت وایي چې په اوکراین کې د امریکا له لوري تمویل شویو بیولوژیکي لابراتوارونو کې د بیولوژیکي جګړې لپاره ناروغۍ او ویروسونه ساتل کېدل. د روسیې د دفاع وزارت ویاند زیاته کړې ده چې ځواکونو یې په اوکراین کې د امریکا له لوري تمویل شوي بیولوژیکي لابراتوارونه موندلي دي چې پکې د بیولوژیکي جګړې لپاره ناروغۍ او ویروسونه ساتل کېدل. نوموړي څرګنده کړې ده چې دوی حاضر دي دا شواهد د ملګرو ملتونو په واک کې هم ورکړي.
































