د ننګرهار ولایت د استخباراتو رییس ویلي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې اته تنه وسله وال غله نیولي دي. ډاکتر بشیر زیاته کړې ده چې دې اته کسیزې ډلې به د ا.ا په نوم د خلکو له کورونو څخه غلاوې کولې. د هغه په وینا، له دغو کسانو سره یې یوه اندازه وسلې، مهمات او غلا شوي موټر هم نیولي دي. یاد اته کسان اوسمهال د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست په بندخونه کې دي او د رسنیو پر وړاندې یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
































