وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان له مالي شتمنۍ نه یوه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړه، په افغانستان دننه او بهر یې توند غبرګونونه را وپارول، بزنس انسایډر هم په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي بحران ته په اشارې ویلي چې د بایډن وروستۍ پرېکړې دا ناورین لا پېچلی کړی دی. راپور کاږي چې د بایډن دا پرېکړه طا لبان نه بلکې عام افغانان زیانمنوي. په راپور کې د کارپوهانو له قوله راغلي چې که چېرته بایډن له خپلې پرېکړې پر شا نه شي نو ممکن افغانستان له یو نه جبرانېدونکي بشري بحران سره مخ شي چې دا به له افغانانو سره د بایډن تر ټولو ستره جفا وي. راپور کې وړاندې راغلي چې افغانان د سپټمبر ۱۱مې پېښې سره هیڅ تړاو نه لري او دا پیسې چې د افغانانو حق دی باید له کوم قید او شرط پرته بېرته افغانستان ته ور وګرځول شي.
































