له اوکراین څه کم دوه میلیونه کسان تر دې دمه کډوال شوي دي. د کډوالو نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین پر ښارونو له برید سره سم له دغه هېواد د وتونکو کسانو شمېر ډېر شوی دی. یاده اداره وایي چې تر دې دمه ۱،۷ میلیونه کسان له اوکراین کډوال شوي او هر ساعت زرګونه کسان پر دې شمېره ورزیاتېږي. د کډوالو نړیوالې ادارې په سیمه کې پر هېوادونو غږ کړی چې له اوکراینې وګړو سره مرسته وکړي او په دې سخت وضعیت کې دوی ته د ژوند زمینه برابره کړي او لاسنیوی یې وکړي. له دې سره جوخت راپورونه وایي چې اوکراین کې جګړه توده ده او روسیې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده.
































