افغان حکومت د ښځو د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو افغان مېرمنو ته مبارکي ویلې ده. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېرو څلوېښت کلنو جګړو تر بل هر چا افغان مېرمنو ته زیان رسولی دی او افغان حکومت د مېرمنو هڅو او زغم ته په درنه سترګه ګوري. بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت د اسلامي قوانینو او اصولو په چوکاټ کې د مېرمنو د حقونو درناوي ته ژمن دی او هڅه کوي دوی ته د کار او فعالیت مصوونه زمینه برابره کړي. بهرنیو چارو وزارت افغان مېرمنو ته د مارچ د اتمې مبارکي ویلي او زیاتوي، افغان حکومت هڅه کوي چې هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان مېرمنو ستونزې حل کړي. بهرنیو چارو وزارت داسې مهال ددغې ورځې له امله د مبارکۍ پیغام خپروي، چې نړیوال بنسټونه پر نوي حکومت د مېرمنو د حقونو د نه مراعاتولو له امله نیوکه کوي، خو نوی حکومت وایي دوی د مېرمنو حقونو ته ژمن دي او د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې به یې عملي کوي.
































