د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي په کابل کې پر یوه روغتون د وسله والو برید ټکان ورکوونکی او وحشتناک عمل دی. دده په خبره دې پېښې سخت ټکان ورکړی او د روغتیا نړیوال سازمان یې غندي. نوموړي ویلي چې په دې سختو شرایطو کې د خپلې همدردۍ مراتب له ناروغانو، د ټپيانو او وژل شوو له کورنیو، روغتیایي کارکوونکو او عامو افغانانو سره شریکوي. نوموړي پر ترهګرو ډلو غږ کړی چې پر ملکي وګړو او روغتیایي کارکوونکو له بریدونو لاس واخلي.
































