د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغان حکومت د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کوي، چې په راتلونکو اونیو کې به نجونې او هلکان دواړه ښوونځیو ته د تګ اجازه ولري. دغه اداره وایي دا خبر هیله بښونکی دی او دوی تمه لري چې په افغانستان کې د زده کړو او روزنې نورمال بهیر پیل شي. د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې له تعلیمي برخې سره د نړیوالو مرستو ته هم سخته اړتیا ده او شاوخوا اته میلیونه ماشومان ددې اړتیا لري چې د زده کړو او تعلیم ملاتړ یې وشي. افغان حکومت تېره ورځ وویل چې په نوي کال کې به د ښوونځیو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي.
































