امریکا او برېټانیا وایي په ګډه به روسیه په اوکراین کې ماتوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې روسیه به ارو مرو په اوکراین کې ماتې خوري. دده په وینا دوی به روسیه ماتوي او په خبره یې هېوادونه یوازې د جګړو له لارې نه نیول کېږي. بلینکن وایي روسیه به ښارونه ونیسي خو د خلکو زړونه نه شي ترلاسه کولی نو له همدې امله که روسیه له اوکراین شاتګ و نه کړي، نو په یوه دایمي جنګ کې به ښکېله شي. هغه بیا هم پر روسیې غږ کړی چې ژر تر ژره له اوکراین په شا شي او خپله ستراتيژیکه ماتې ومني.
































