قطر وايي د افغانستان اقتصادي وضعیت پر بشري وضعیت ناوړه اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ کې د قطر سرپرستې استازې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له روان وضعیت خبر دي او په دې اړه خپلې اندېښنې لري. جوهره السویدي وايي په دغه هېواد کې روان اقتصادي وضعیت د بشري حقونو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی دی او تمه ده چې نړیوال په دې برخه کې همکاري وکړي. د قطري استازې په خبره افغانستان کې باید د مېرمنو د کار او زده کړو حقوق هم خوندي شي خو تر هر څه وړاندې ددغه هېواد اقتصادي وضعیت سره همکاري په کار ده څو د افغانانو اوسنی رنځ او درد پای ته ورسېږي.
































