د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې نوی حکومت ژمن دی چې د افغانانو شرعي او انساني حقوق تامین کړي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له سکرتر جنرال طارق علي بخیت سره په لیدنه کې کړې دي. حنفي زیاته کړې ده چې د ا.ا پالیسي دا ده چې د نشه یي توکو د قاچاق او کارونې مخنیوی وکړي. نوموړي د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتنه کړې ده چې کروندګرو ته د بدیل ورکولو په برخه کې له ا.ا سره همکاري وکړي. په ورته وخت کې بخیت ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره یو صندوق چې وړاندې پرې هوکړه شوې ده، رامنځته کوي چې د سعودي عربستان په جده ښار کې موقعیت لري او د انکشاف لپاره د اسلامي بانک له لارې اداره کېږي. هغه ټینګار کړی دی چې یاد صندوق به په نږدې راتلونکې کې رسماً پرانېستل شي او د بشري مرستو، انکشافي پروژو او د ا.ا له لوري د مشخصو شویو لومړیتوبونو په برخو کې به فعالیتونه ولري.
































