سپینې ماڼۍ ویلي چې روسیه ښایي په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو برید وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي چې په اوکراین کې د امریکا لخوا د کیمیاوي او بیولوژیکي ویروسونو د ساتنې او چمتو کولو په اړه د روسیې ادعا نامعقوله ده. ساکي زیاته کړې ده چې روسیه په دې ډولو څرګندونو سره هڅه کوي چې په اوکراین کې د خپلو نورو بې دلیله بریدونو لپاره توجیه پیدا کړي. هغې ټینګار کړی دی چې په اوکراین کې د روسیې له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو موضوع له حقیقته لرې نه ده، ځکه د نوموړې په باور په نورو سیمو کې چې روسیه پکې ښکېله وه، لکه سوریه پکې دغه ډول وسلې کارول شوې دي. د نوموړې په خبره تجربو ته په کتو د دوی دا اندېښنه بې ځایه نه ده.
































