د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب چې هلمند ولایت کې يې ۲۱۵ قل اردو کې یې امنیتي سرتېرو ته خبرې کولې د اوسني نظام پر تقويې ټینګار وکړ. د دفاع وزارت سرپرست وايي چې د امنیتي ځواکونو څخه به فاسد کسان لرې کېږي. نوموړی وايي ځواکونه یې په لوی عزم او ارادې ددې خاورې خدمت کوي. له اوسني نظام څخه پر دفاع د ملي دفاع وزارت سرپرست دغه څرګندونې داسې مهال دي چې موده مخکې د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنیفي ویلي وو چې له هېواد څخه د دفاع لپاره دوی د ۳۵۰ زره کسیز پوځ د جوړولو اراده لري.
































