عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲۲۶ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح وايي، چې د نویو ثبت شوو پېښو له ډلې ډېری یې په کابل، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې دي. د ده په خبره، ۲۷ پېښې په کابل، ۲۲ په هرات، ۴۹ په بلخ او ۲۹ تنه په کندهار ولایت کې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او پاتې نور یې په بېلابېلو ولایتونو کې دي. مجروح زیاتوي، پنځه نور افغانان له کرونا ناروغۍ مړه شوي، ۴۲ بیا ترې روغ شوي چې د مړو شمېر ۱۳۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۶۴۸ تنو ته رسېدلی دی. روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم تدابیر ونیسي.
































