امریکا وایي دوی هم له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل پر دوام ټینګار کوي. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په ترکیه کې یې د افغان لوري تر څنګ له خپلو ګڼو متحدو هېوادونو سره خبرې کړې دي. دده په وینا د ټولو ټینګار دا دی چې له افغانستان سره باید د نړیوالو تعاملات ادامه ولري او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د پالنې او ټولګډون حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي. هغه وایي دوی به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي څو په افغانستان کې ټول وګړي ځان په حکومت کې وویني او بشري حقونه رعایت شي. ویسټ د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو پرانیستل یو غوره اقدام بللی او وایي دوی د ورته اقداماتو هرکلی کوي.
































