په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي، مسکو به پر ایران د وسلو د بندیز د اوږدولو او همداراز پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا لګولو په اړه د امریکا د هرې هڅې مخالفت وکړي. واسیلي نبنزیا ویلي، امریکا به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چې روسیه په کې د ویتو حق لري، د بندیزونو د لګولو په تصویب کې ستونزې ولري. د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو بندیزونه په اکتوبر میاشت کې پای ته رسېږي. خو امریکا غواړي د ملګرو ملتونو له لوري پر ایران د وسلو پر پلور بندیز اوږد شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، هېواد به یې له ټولو موجودو امکاناتو کار واخلي چې دې هدف ته ورسېږي.
































