د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي چې ډيپلوماسي باید جګړې ته د مشروعیت ورکولو پر ځای د جګړو د مخنیوي په موخه وکارول شي. هغه د انتالیا ديپلوماسي فورم ته په وینا کې، دغه راز زیاته کړې ده چې ډيپلوماسي نباید یوازې د لویو قدرتونو د منافعو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله وي، بلکې له ډيپلوماسي څخه باید نظامي ځواک ته له پام پرته د هیوادونو د استقلال، هویت او مشروع منافعو د ساتنې په هدف کار واخیستل شي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال امنیت تامین دی او ټول وګړي د ورورګلوي په فضا کې د یو او بل تر څنګ ژوند کوي. هغه ویلي چې اوسمهال د تېر حکومت ۵۰۰ زره مامورین له دوی سره کار کوي، یوازې د سر خلک له حکومته تللي دي. متقي څرګنده کړې ده چې افغانان سوله خوښې خلک دي او په وینا یې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې هم د ا.ا رهبر ملا محمد عمر مجاهد امریکا ته د خبرو وړاندیز وکړ خو د امریکا د وخت حکومت پر نظامي لارو ټینګار کاوه چې افغانانو ته هم له مقاومت پرته بله لار نه وه پاتې.
































