د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مشرانو منظور پښتون او محسن داوړ په کابل او ننګرهار کې د تېرې ورځې خونړي بریدونه غندلي دي. منظور پښتون په یو پیغام کې ویلي، لسیزې تېرې شوې خو د افغان په خاوره جګړې ته د پای ټکی کېنښودل شو. هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې پر جنازه او روغتون تازه ترسره شوي بریدونه یوازې د غندلو نه دي بلکې په وینا یې چې نړیوال باید هغو ژمنو ته پام وکړي چې ویلي یې وو دغه هېواد کې به سوله تامینوي. نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالو لخوا د سولې راوستلو د ژمنې نه پوره کول به د افغانانو د سولې په ارمان پورې خندا او تمسخر وي.
































