د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې ددې ولایت په ښېوې ولسوالۍ ګې د تېرې ورځې برید له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۱۶۵ تنه دی. د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ویلي، چې د یادې پېښې له امله ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان دي. په همدې حال کې د ننګرهار والي شامحمود میاخیل ویلي، چې رامنځته شوې پېښه به د ولایتي او مرکزي ګومارل شویو پلاوو له لوري په هر اړخیز ډول د وروستیو اجراتو په موخه وڅېړل شي.
































