د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې دوه کسان چې پاکستان ته یې وسلې قاچاقولې، نیول شوي دي. د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي شکېب وايي، دغه کسان تېره شپه ناوخته د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د شېرو اوبو په نوم سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې هغه مهال ونیول شول چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې. نوموړی وایي، سرحدي ځواکونو موټر تقعیب کړی کله چې د یو غره ډډې ته رسېدلي، څلور تنه یې تښتېدلي او دوه تنه نور نیول شوي دي.
































