د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي. نوموړي دا خبره نن د جرمني ورځپاڼې ولټ ام زونتاګ ته کړې ده. د رویټرز په حواله، د ناټو سرمنشي ویلي، که روسیه کیمیاوي وسلې وکاروي، جنګي جنایت به یې کړی وي. سټولټنبرګ اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونې د شتون په تړاو د خبرونو په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې يې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونو په تړاو بې بنسټه راپورونه اورېدلې دي. نوموړي یادونه وکړه، چې ناټو باید هوښیاره وي، ځکه روسيه ښايي د کیمیاوي وسلو دا عملیات د دغو دروغو پر بنسټ پلان کړي. د ناټو سرمنشي زیاته کړه، که څه هم اوکرینیان په مېړانه د روسیې د تېري پر وړاندې مقاومت کوي، خو ښايي راتلونکې ورځې ورته سختې وي.
































