پر عراق تر راکیټي برید وروسته د امریکا او ایران ترمنځ نوې ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. امریکايي چارواکو ویلي دوی د عراق د هوايي دفاع ځواک کوي قوي او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې دغه ډول کړنې به یې سختې پایلې ولري. امریکا وايي دا دعراق پر خاوره ښکاره تېری دی او د نړیوالو قوانینو نقض ګڼل کېږي. عراقي حکومت بیا ایرانی سفیر احضار کړی و او په دې تړاو یې پوښتنې ګروېږنې ترې کړې دي. ایران بیا وایي دوی په سیمه کې د اسراییلو د اطلاعاتو یو مرکز په نښه کړی دی، خو عراق د داسې یوه مرکز موجودیت ردوي او د ایران دا کړنه غندي. ایران وړمه شپه پر عراق راکیټي بریدونه وکړل او ویل کېږي چې په دې بریدونو کې یوازې ملکي کورونه او سیمې زیانمنې شوې دي.
































