روسي لیکوال او شنونکي سرگي کوژمیاکین د فارس نیوز روسي څانګې ته په خپله یوه لیکنه کې ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته تر رسیدو مخکې په خپل کتاب «فلج شوې امریکا» کې په واقعي توګه د امریکا رښتینی تصویر وړاندې کړی وو چې په رښتیا هم امریکا د ننه داسې نه ده لکه له امریکا بیرون نړۍ کې یې چې تصویر د خلکو په ذهنونو کې دی، کوژمیاکین لیکلي کرونا وبا د امریکا اصلي د قوت او خدمت څیره نړۍ ته ښکاره کړه او دایې بربنډه کړه چې امریکا کې د ټرمپ د خپاره شوي کتاب په استناد د روغتیا ،پوهنې او ګڼ نور خدمات ډیر په ټیټه کچه او د خلکو د غوښتنو ځواب ویونکي نه دي ، لیکوال وایي که چیرې په واقعي توګه دغه هیواد کې روغتیایي خدمات سم وی امریکا کې به کرونا وبا دومره بشري او اقتصادي ناورین نه وو را منځته کړی، کوژمیاکین وایي د ټرمپ کتاب پر واقیعتونو بنا وو او دا رښتیا ده چې امریکا فلج شوې خو د ټرمپ پوپولیستي حرکتونو فلج شوې امریکا نوره هم فلج کړه.
د یادونې وړ ده چې امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړیو شمیر تر ۸۳ زرو تنو او د مثبتو پیښو شمیر کابو ۱،۴ میلیون تنو ته رسیدلی دی.
































