له اقتصادي فشارونو سره سره لا هم د افغانستان سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال دي. اسوشټېډ پرېس خبري اژانس وایي سره له دې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو او دغه حکومت تر دې دمه د خپلو سفارتونو د مالي ملاتړ لپاره اړین اقدام نه دی کړی، خو بیا هم پخوانیو ديپلوماتانو دغه سفارتونه او قونسلګرۍ پرانیستې ساتلې دي. سرچینه وایي افغان سفارتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په امریکا کې په راتلونکو ورځو کې د افغان سفارت د تړل کېدو امکان شته دی.
دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې نوي حکومت بیا ټولو سفارتونو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي وو، چې دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، نو ځکه د خپلو سفارتونو مالي او سیاسي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
































