افغان او پاکستاني حکومت د ستونزو د حل لپاره په تورخم کې پر نوو اقداماتو لاس پورې کړی دی. دوی تفاهم کړی چې له دې وروسته به هره ورځ د سلو پر ځای ۱۵۰ سوداګریزو موټرونو ته د تګ اجازه ورکوي. د سرچینې په خبره په دې سره به هلته بند پاتې سوداګریز توکي افغانستان ته ورسېږي او همدا راز به د سوداګرو ستونزې حل شي. پر دې هم توافق شوی دی چې هره شنبه به په افغانستان کې بند پاتې پاکستانیان او په پاکستان کې بند پاتې افغانان پر دغه لار تګ راتګ کولی شي او یوازې د شنبې په ورځو به د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وي. افغان سوداګر وایي چې زرګونه کانټنره سوداګریز توکي یې په پاکستان کې دي چې د راوړلو اجازه نه ورکول کېږي دوی له دواړو حکومتونو غواړي چې سوداګریزو کاروانونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.
































