د هیل د اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې تر اوسه پورې په اوکراین کې د روسي ځواکونو له لوري ۸۵ ماشومان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي. راپور کې راغلي، کېیف، خارکوف، دونتسک، سومي، خرسون، میکولایف او ژیتومیر هغه ښارونه دي چې تر ټولو ډېر ماشومان پکې وژل شوي دي. اوکرایني چارواکو یو ځل بیا روسیه په نسل وژنې تورنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې روسي ځواکونو پر روغتونونو، وړکتونونو او ښوونځیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. بلخوا روسیې بیا د نسل وژنې په اړه د اوکراین ادعا رد کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دوی په خپلو عملیاتو کې له پوره احتیاطه کار اخلي او نه یوازې دا چې ماشومان خوندي دي بلکې ټولو عامو وګړو ته یې د تېښتې خوندي لارې هم برابرې کړې دي.
































