افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د دوو مستندو فلمونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیت پیل کړی دی. د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان فلم جوړوونکي هڅولي دي چې د افغاني ټولنې په رغنیزه برخه کې کمښت او اړتیا ته په کتو سره د فلمونو تولید ته مخه کړي. په ورته وخت کې د هېواد فعال او تکړه ممثل سلیمان راحل وایي چې سینما د یو هېواد هویت دی. د هغه په وینا، دغه اداره باید تر پخوا په ښه ډول سره خپلې چارې پیل کړي څو د افغاني کلتور، دود او فرهنګ اصلي څېره نړیوالو ته وښودل شي. د نوموړي په خبره، که چېرته له سینما څخه ښه ګټه واخیستل شي، د جګړه ځپلو او فقر ځپلو افغانانو ټولې ستونزې په تر ټولو ښه شکل باندې نړیوالو ته رسول کېدای شي، چې دا چاره به نه یوازې عایداتي منبع وي بلکې د نړیوالو مرستندویانو د جلب په برخه کې هم ګټور واقع کېدای شي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د افغان فلم فعالیت په ټپه درېدلی و خو اوس یې له نویو هېلو سره خپلې چارې پیل کړې دي.
































