د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ترکیه کې د انتالیا ناستې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په ترکیه کې سفارت لري او په خبره یې په دغه هېواد کې د افغان سفارت چارې د دوی په امر مخته ځي. نوموړي زیاته کړې ده چې ده په ډېرو هېوادونو کې له افغان سفارتونو سره اړیکه نیولې ده او ورته ویلي یې دي چې د دوی له اوامرو اطاعت وکړي. متقي د نړیوالې ټولنې له لوري د ا.ا په رسمیت پېژندل کېدو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې د نوي حکومت د مشروعیت په اړه په نړیواله کچه د دوی هڅې روانې دي. بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو بیا ویلي چې طا لبانو د رسمیت پېژندل کېدو په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دا چې دوی به ا.ا په رسمیت وپېژنې او څنګه وویل، دا د هغوی (طا لبانو) په کړنو پورې اړه لري.
































