امریکایي سناتور لیندسي ګراهام وایي په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو عاملینو ته باید غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل شي. دغه امریکايي سناتور ویلي نور له دې سره موافق نه دی چې د هرې پېښې په اړه پلټنې کېږي بلکې امریکایي ځواکونه او افغان حکومت باید د تېرو ورځو د وحشتناکه بریدونو عاملینو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. دده په وینا باید په ټول قوت دوی وځپل شي او له دغه ډول کړنو را وګرځول شي. وړمه ورځ ځانمرګو بریدګرو په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو او په کابل کې پر یوه روغتون برید وکړ چې په پېښه کې تر ۱۳۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه پېشې په نړیواله کچه غندل شوې دي.
































