ان پي آر امریکایي راډیو پر خپل وېبسایټ له پاکستان یو راپور خپور کړی او وایي، کله چې د افغانستان نوی حکومت په کابل کې واک ته ورسېد نو د لومړي وزیر عمران خان په ګډون ټولو لوړپوړو پاکستاني چارواکو خوښي څرګندوله. سرچینه کاږي اوس داسې ښکاري چې د پاکستان هیلې پوره نه شوې او نوی حکومت یې د غوښتنو پروا نه ساتي. ان پي ار لیکي پاکستان اوس د افغانستان پر نوي حکومت د تورونو پورې کولو لړۍ پيل کړې ده او دا ادعاوې کوي چې ګواکي وسله وال له افغانستان اوړي او په پاکستان کې بریدونه کوي. سرچینه کاږي دا هر څه ښکاري چې پاکستان خپلو هيلو ته و نه رسېد او هغه څه یې چې تمه لرله ترې ناهیلي شوي دي. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو ویلي چې پاکستان په افغانستان کې له نوي رامنځ ته شوي حکومت ناهیلی ښکاري.
































