امریکا په افغانستان کې د یوه پیاوړي، شفاف، مرکزي، مدرن او دیموکراتیک دولت په جوړولو کې بریالۍ نه شوه. دې هېل نشریه په یوه مقاله کې لیکي ددې وخت دی چې امریکا له افغانستان ووځي، ځکه دوی په خپلو ژمنو کې بریالي نه شول او په افغانستان کې یې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ نه شوی کړی. د سرچینې په خبره امریکا دا ۱۹ کال په افغانستان کې همدا خبره کوي چې د یوه قوي او منظم حکومت جوړول یې هدف دی، خو په دومره موده کې بریالي نه شول، چې له دې وروسته به هم بریالي نه شي. سرچینه کاږي امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې ده خو دغه هوکړه له همدې پیله ناکامه برېښي ځکه په افغانستان کې یو لوری نه دی او دا ممکنه نه ده چې د سولې هوکړه دې ټولو ته د منلو وي او یا دې طالبان له افغان حکومت او ټولو ډلو سره توافق وکړي. سرچینه کاږي امریکایي چارواکي اړ دي چې نور په افغانستان کې د ولسواک نظام د جوړولو لپاره پيسې و نه لګوي او خپل سرتېري قرباني نه کړي.
































