د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او رامنځ ته شوی اقتصادي ناورین د ژورېدو په حال کې دی. په کابل کې ددغه کمېټې استازی وایي چې په کابل کې خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او د خوړو د پیدا کولو په موخه اړ شوي چې د خپل کور توکي پر سړکونو وپلوري. دغه اداره وایي روان وضعیت به پر افغانانو خورا ناوړه اغېز وکړي، نو له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې له افغانانو سره لا ډېرې مرستې وکړي او دلته د دایمي اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي اوسنۍ مرستې د افغانانو درد نه شي دوا کولی او جدي اړتیا ده چې په بنسټيزه توګه اقتصادي مشکلات حل کړل شي.
































