بي بي سي انګلیسي له هلمند په یوه راپور کې ویلي چې په دغه ولایت کې خوارځواکي او لوږه ډېر شوې چې له امله یې ناورین شېبه په شېبه د پراختیا په حال کې دی. به دې راپور کې راځي چې هره شېبه د هلمند مرکزي روغتونو ته په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم راوړل کېږي چې دغه روغتون نور د دومره ناروغانو د درملنې او بستري کولو ظرفیت نه لري. سرچینه کاږي چې په دغه ولایت کې شته روغتون د ۳۰۰ ناروغانو د درملنې ظرفیت لري خو په ورځ کې اته سووه ناروغان دغه روغتون ته لېږدول کېږي. په راپور کې راځي چې په روغتونونو کې وضعیت، د ماشومانو ژړاوې او د مېندو زارۍ زړه بوږنوونکې دي او روانه خوارځواکي به په دغه ښار کې په یوه ستره تراژیدې بدله شوې ده.
































