د افغانستان ا.ا د کابینې غونډه کې چې د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوې وه پرېکړه شوې ده چې له هېواد څخه د وتلو افغان شخصیتونو د بیا راستنولو لپاره دې یو کمیسیون جوړ شي. له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او بیا رستنېدو کمیسیون رییس مولوي شهاب الدین دلاور ټاکل شوی دی. د دغه کمیسیون دنده له افغان شخصیتونو سره اړیکې او بېرته هېواد ته د هغوی د راستنېدو لپاره د زمینې برابرول دي. په یاده غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې هیڅوک پر دولتي وسایطو او موټرو د امارت د مشرانو د عکسونو لګولو حق نه لري. د ا.ا د کابینې غونډه کې کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته دنده سپارل شوې چې خپل اړوند کسان له دغه کار څخه منع کړي. د یادونې ده چې دا د ا.ا د کابینې ۲۶مه غونډه ده چې د مختلفو مسائلو په اړه پکې پرېکړه کېږي.
































