د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د روسیې او اوکراین مرکچیان یوې اساسي پرېکړې ته خورا ډېر نږدې شوي دي. د هغه په خبره، دواړه لوري د اوکراین پر یوې داسي بې طرفۍ خبرې اترې کوي چې په پایله کې یې د اوکراین امنیت تضمین شي. لاوروف زیاته کړې ده چې دوی د یوې واقعي او مانادارې معاملې پر لور روان دي او ښایي ډېر ژر یوې هیله بښوونکې پرېکړې ته سره ورسېږي. د یادونې ده چې پرون هم د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې د مرکچي پلاوو ترمنځ مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و خو زیاته کړې یې وه چې د پرمختګونو سره سره روسیې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
































