د سالنګ په چهارمغزک سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د سالنګونو عمومي رییس قاضي عبید ویلي چې دا پېښه نن ماسپښین هغه مهال رامنځته شوه چې یو لنډکروزر موټر د چهارمغزک ګولایي په سیمه کې له مسیره منحرف او له استنادي دیوال سره ټکر شو. د هغه په خبره، په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي. نوموړي ویلي چې ټپيان یې روغتون ته لېږدولي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی. د پېښې لامل د موټر چلوونکي ګړندی تګ په ګوته شوی دی.
































