امریکا زرګونه ورغلو افغان کډوالو ته د اوسېدو موقتي جواز ورکړ. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د موقتې ساتنې په نامه دغه جواز افغانانو ته اجازه ورکوي چې د موقتې مودې لپاره په دغه هېواد کې د ایستلو له ګواښ خوندي وي. د امریکا ولسمشر دا فرمان صادر کړی او په هغه کې راغلي چې تر شاوخوا اتلسو میاشتو پورې دغه افغانان په امریکا کې د موقتې ساتنې له امتیاز برخمن دي او په امریکا کې کار او اوسېدو لپاره غوښتنې سپارلی شي. امریکا وایي په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د کار او یا هم زده کړو لپاره امریکا ته راغلي وو، خو د وضعیت له اوښتلو سره هلته پاتې شوې دي. دوی په موقته توګه د اوسېدو جواز لري، خو کولی شي په دې موده کې د دایمي اوسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
































