د بښنې نړیوالې ادارې د افغان کډوالو په اړه د بایډن د پرېکړې هرکلی کړی دی. د بښنې نړیوالې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن له لوري افغانانو ته د موقت اوسېدو چانس ورکول یو غوره اقدام دی او په دې توګه به دوی له بحراني وضعیت وژغورل شي. دغه اداره همدا راز وایي چې د موقت اوسېدو چانس ورکول به ستونزه حل نه کړي او کافي نه ده، خو یو غوره اقدام دی. دوی له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي، ستونزې یې په بنسټيزه توګه حل کړي او په دې برخه کې دې یوه ځانګړې کړنلاره رامنځ ته کړي څو وکړی شي د زرګونه افغانانو په ژوند کې اغېزناک بدلون راولي.
































