ملګري ملتونه وایي افغانستان کې د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره میلیونونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د نفوس بنسټ په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په وروستیو کې د ماشومانو او مېندو وضعیت په ټول افغانستان کې د اندېښنې وړ دی. سرچینه وایي چې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې پېښې هم ډېرې شوې دي او تر څنګ یې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې اوج ته رسېدلې دي. دغه ادارې ویلي چې دوی د بېړنیو مرستو، درملو او ماشومانو د ژغورنې لپاره شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو برخو هم په افغانستان کې د ماشومانو او مېندو پر روان وضعیت اندېښنه ښوودلې او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې کړې ده.
































